کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: 5G ټیکنالوژي د انسان پر روغتیا یا حجرو اغېزې نه کوي

څېړنه: 5G ټیکنالوژي د انسان پر روغتیا یا حجرو اغېزې نه کوي

تېر کال په لویدیځو هیوادونو کې 5G ټیکنالوژۍ په اړه آوازې پورته کېدې، چې دغه ټیکنالوژي د انسان روغتیا ته زیانمنه تمامېږي او د کورونا وایروس هم خپروي، چې له دې وروسته په بې شمېره ښارونو کې د 5G شبکو ته اور هم واچول شو، خو باید ووایو چې دا ډول آوازې له حقیقت څخه لېرې دي.

د استرالیا د راډیتریش او د اتومي خوندیتوب اداره او د سوینبرن د ټیکنالوژي پوهنتون په ګډه د 5G په څپو د ۱۳۸ څېړنېزو راپورونو څېړنه کړې او د خوندیتوب په اړه یې هم ۱۰۷ راپورونه څېړلي دي او لېدلي یې دي چې د 5G او ورته څپې په حجرو څه اغېزې کوي.

څېړونکو وموندل چې د 5G څپې د انسان پر روغتیا یا حجرو منفي اغېزې نه پرېباسي، په دې اړه ډاکتر کین کریپیډس وایي، چې له څېړنې یې داسې شواهد نه دي ترلاسه کړي، چې د کمې کچې راډیویي څپې چې په 5G نیټ ورک کې کارول کېږي، د انسان لپاره دي زیانمن وي. نوموړی زیاتوي په هغه څېړنیزو راپورونه کې چې له مخې ویل شوي ول چې د 5G څپې د انسان پر روغتیا اغېزې کوي، څېړنې یې په غیر معیاري ډول ترسره شوې وې.

ډاکتر کین د مشورې په ورکولو سره وایي، چې په راتلوونکي تجربوي څېړنیزو راپورونو کې دې ځانګړو چارو ته پاملرنه وشي او په انسانان د اوږدمهاله طبي اغېزو په اړه دې هم څېړنې دوام ولري.

لکه څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه چې د کورونا د وایروس پرمهال د 5G ټیکنالوژۍ پر وړاندې سازشي نظریو وده کړې وه، اوسمهال د انګلیستان حکومت له لوري په یو څېړنېز راپور کې ادعا شوې چې 5G ټیکنالوژي د کورونا د وایروس د خپرېدو لامل نه دی او ددې خبرې ثبوت هم نشته چې دغه ټیکنالوژي د نورې ناروغۍ رامنځته کړي.

نو له دې څېړنو څرګنده شوه چې دغه ټیکنالوژي د انسان پر روغتیا یا حجرو ناوړه اغېزې نه پرېباسي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …