کورپاڼه / خبرونه / کريم صادق: دا بارانونو کې چې بې وزله خلک د پناه ځاى نه لري، الله تعالى به زموږ څخه پوښتنه نه کوي؟
کريم صادق

کريم صادق: دا بارانونو کې چې بې وزله خلک د پناه ځاى نه لري، الله تعالى به زموږ څخه پوښتنه نه کوي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق د حکومت په (بې ځايه مصارفو) نيوکه کړې ده او وايي چې د دې پر ځاى بايد د غريبو خلکو لپاره د سر پناه ځايونه جوړ شي.

کريم صادق په خپله فېسبوکپاڼه کې د خټو د يو کور عکس خپور کړى دى، چې داسې ښکاري د بارانونو له امله يې ځينې برخې نړېدلي دي. په ټول هېواد کې په دې وروستيو کې بارانونه زيات شوي دي، چې په ځينو ولايتونو کې د سېلابونو اندېښنې هم ښکاره شوي دي.

هغه له دې عکس سره ليکلي دي: ((زموږ نظام تل بې ځايه مصارف کړى، د دغه مصارفو پر ځاى دې په هر ولايت کې د غريپو خلکو لپاره سر پناه ځايونه جوړ کړي.))

نوموړى همدا راز د خلکو څخه پوښتنه کوي، چې د دې بې وزله خلکو پوښتنه به ايا الله تعالى د دوى څخه نه کوي؟ هغه ليکي: ((څه فکر کوئ په اوس بارانونو کې به دغه بې وزله خلک څه کوي چې د پناه ځاى نه لري، څه فکر کوئ په دې کې به الله تعالى ج زموږ څخه پوښتنه نه کوي؟.))

د يادولو وړ ده چې کريم صادق د (کريم صادق بنسټ) په نوم باندې يو خېريه بنسټ هم لري، چې وخت نا وخت له خلکو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کوي.

نوموړي چې څه وخت مخکې يې په يوه مرکه کې ويلي و، چې له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکوي، څو ورځې وړاندې يې بيا کرکټ ته د راتګ اعلان کړى دى.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …