کورپاڼه / جالب / د یوه ښوونځي ماشومانو فضاء ته د تګ لپاره تیاری نیسي

د یوه ښوونځي ماشومانو فضاء ته د تګ لپاره تیاری نیسي

په سویټزرلینډ کې د یوه ښوونځي ماشومانو فضاء ته د تللو لپاره په تیارۍ بوخت دي.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، د سویټزرلینډ د یوه ښوونځي ماشومان ددې لپاره دغه ډول تیاريانې نیسي ترڅو په خلکو کې د فضایي چاپیریال اړوند لیوالتیا پیدا کړي.

راپور زیاتوي چې تر اوسه پورې فضاء ته د ماشومانو د لېږلو لپاره هیڅ ډول پلان نه دی نېول شوی.

ویل کېږي چې دغه ښوونځی د سویټزرلینډ په لیزانا ښار کې واقع دی او د ښوونځي ښوونکي مریخ ته د تلوونکې ماموریت په څېر د ماشومانو یوې ډلې ته تمرین ورکوي، چې په دې برخه کې ورسره څو ستور پېژندونکي مرسته هم کوي او ماشومانو لپاره یو داسې مصنوعي فضایي چاپیریال هم برابر شوی، ترڅو دوی ور پکې مختلفې تجربې ترسره کړي.

یاده دې وي چې د روان کال په سر کې متحده عربي اماراتو، چین او د امریکا د متحده ایالاتو له لوري مریخ ته ماموریتونه په بریالیتوب سره ورسېدل، چې اوسمهال هلته په څېړنو بوخت او وخت ناکله د مریخ له سطحې ځمکې ته عکسونه رالېږي. دغه راز تېره ورځ د یو هسپانوي شرکت له لوري پر مریخ د دوه نیم لکو انسانانو د اوسیدو لپاره د ښار جوړولو پلان وړاندې شوی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …