په هند کې د اوه شپېتم (۶۷) ملي ایوارډ یا جاېزې په مراسمو کې (چچوری) د غوره هندي فلم په نوم سره ونومول شو، چې د فلم جوړونکي انکت تیواري دغه جایزه د خپل ټول ټیم یا ډلې له لوري د سشانت سنګ په نوم کړل شوه.
سشتانت سنګ راجپوت د تېر کال په جون میاشت کې پخپل کور کې ځان وژنه وکړه او په چچوري فلم کې یې د یو داسې طلاق اخیستونکي پلار رول لوبولی، چې د متوسطې درجې لرونکي وي او زوی یې ځان وژنه کوي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د ملي فلم د ایوارډ یا جایزې په مراسمو کې یې د غوره فلم جاېزه خپله کړه.
View this post on Instagram
په دې موقع د فلم جوړونکې انکت تیواري پخپله ټولنیزه رسنۍ د سشانت سنګ په یاد کې یو پوسټ کړی دی او په سر لیک کې یې لیکلي دي چې، د چچوري فلم د ټولو کاروونکو یا ډلې لورې دغه جاېزه د سشانت سنګ لپاره ده. باید بیا یې یادونه وکړم چې سشانت سنګ د تېر کال په جون میاشت کې پخپل کور کې مړ موندل شوی و.