نیوزیلینډ د کپتان ټام لیتم د سلېزې پر مټ په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې بنګله دیش ته په پنځو ویکټو سره ماتې ور کړه او د دریو لوبو لړۍ یې دوه په صفر سره پخپل نوم کړه.
د بنګله دیش او نیوزیلینډ ترمنځ دویمه لوبه په هیګلی اوول کرایسټ چرچ کې ترسره شوه چې د نیوزیلینډ د لوبډلې کپتان ټام لیتم ټاس وګاټه او بنګله دیش ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، بنګله دیش په ټاکلو پنځوس اورونو کې د شپږو ویکټو په سوځیدو ۲۷۱ منډې وکړې،
چې له ډلې یې تمیم اقبال ۷۸ او محمد متن ۷۳ منډې وکړې او د نیوزیلینډ له لوري په توپ اچونه کې سینټنر دوه، بولټ، هنري او کایل جیمیسن یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.
د نیوزیلینډ له لوري د لوبې پیل مارټن ګوپټل او هنري نکلیز وکړ، خو په ۲۸ منډو کې یې مارټن ګوپټل په شلو منډو د مستفیض الرحمم له لورې وسوځید او په همدې ډول د نیوزیلینډ درې لوبغاړي د ۵۳ منډو په جوړولو وسوځید، خو د لوبډلې د کپتان او کانوی په یوې په زړه پورې لوبې سره چې کانوی په ۷۲ منډو وسوځید، خو ټام لیتم ۱۱۰ ناسوځېدلې منډې جوړې او لوبډله یې د ۴۹ اور په دویم توپ بریا ته ورسوله.
د بنګله دیش له لوري مستفیض الرحمن او مهدي حسن دوه دوه لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جاېزه نیوزیلینډ کپتان ټام لیتم ته ور کړل شوه.