کورپاڼه / خبرونه / د کمال خان بند په وياړ شل اوريزه لوبه ترسره کېږي
کمال خان بند، اصغر افغان او ګلبدين نايب

د کمال خان بند په وياړ شل اوريزه لوبه ترسره کېږي

د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ په کابل کې يوه شل اوريزه لوبه ترسره کېږي، چې ګلبدين نايب او اصغر افغان به پکې د يوې يوې لوبډلې لوبډلمشري وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ به د (کمال خان بند ساتونکي) او (کمال خان بند جوړونکي) لوبډلو ترمنځ يوه شل اوريزه لوبه ترسره شي.

د کرکټ بورډ په فېسبوکپاڼه کې ليکل شوي: ((د افغانستان کرکټ بورډ اداره په پام کې لري چې د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ د ملي لوبغاړو په شتون کې د دوو لوبډلو ترمنځ په کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې يوه شل اوريزه لوبه د مارچ مياشتې په ٢٦مه نېټه ترسره کړي، چې ياده لوبه به دد ګڼو ننداره چيانو ترمنځ ماسپښين مهال پيل شي او د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون به دغه سيالۍ په ژوندۍ بڼه نشر کړي.))

د کمال خان بند جوړونکي لوبډله:

محمد شهزاد، حضرت الله ځاځى، اصغر افغان (لوبډلمشر)، درويش رسولي، قېس احمد، حشمت الله شهيدي، ناصر جمال، افسر ځاځى، غمى ځدراڼ، افتاب عالم، حميد حسن، امير حمزه هوتک، وفادار مومند او وقار سلامخېل.

د کمال خان بند ساتونکي لوبډله:

رحمان الله ګربز، عثمان غني، بهار علي شينوارى، سميع الله شينوارى، شاهدالله کمال، کريم جنت، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزى، ګلبدين نايب (لوبډلمشر)، شرف الدين اشرف، فريد احمد ملک، سيد احمد شېرزاد، ظاهر خان او يمين احمدزى.

د يادولو وړ ده چې په دې لوبه کې به د افغانستان درې مخکښ لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان ونه لوبېږي، راشد خان او محمد نبي خو اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې دي او د مجيب الرحمان په اړه بيا معلومات نشته، چې هلته پاتې شوى او که هېواد ته راستون شوى دى.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …