کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو د ډېر وزن لرونکی آلوبالو؛ د ګنیز په نړیوالو ریکارډونو زوړ ریکارډ یې مات کړ

د نړۍ ترټولو د ډېر وزن لرونکی آلوبالو؛ د ګنیز په نړیوالو ریکارډونو زوړ ریکارډ یې مات کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو ادارې یو آلو بالو چې ۰.۹۳ اونس وزن یې درلود، د نړۍ ترټولو ډېر وزنی آلو بالو وګاڼه.

ویل کېږي چې دغه آلو بالو د ایټالیا د بولونا پوهنتون له یو زراعتي یا د کرنې له شرکت سالوي ویویي سره په ګډه د یوې تجربوي پروسې په ترڅ کې په یو باغ کې کرلی و.

د پوهنتون ادارې یا تجربه کوونکې ډلې د آلو بالو لپاره د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو له ادارې سره اړیکه نېولې. ویل کېږي چې دغه آلو بالو ۰.۹۳ اونس وزن لري او له دې د ۰.۸۴ اونس ریکارډ یې مات کړی.

په دې پروژه کې شامل د بولونا د پوهنتون د خوراکي توکو کارپوه استاد او نورو کارپوهانو ویلي دي چې: موږ د آلو بالو په دې کورنۍ په څېړنې او ودې لپاره د لسو کلونو څخه ډېر وخت تېر کړی او دا لویه بریا زموږ لپاره د ویاړ خبره ده، ځکه چې ددې لپاره موږ شپه او ورځ په ځان یوه کړې وه.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …