په مناسبه توګه خوب کول د هر انسان لپاره اړین او روغتیایي عمل ګڼل کېږي، خو ځینې داسې خواړه هم شته چې په خوب کې مو ستونزې یا خلل رامنځته کوي، نو راځئ چې دلته یې ولولو.
د ډېرو زیاتو کافینو استعمال:
د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې له وېده کېدو شپږ ساعته دمخه د کافینو استعمال په خوب کولو کې خلل رامنځته کوي، نو هڅه وکړئ چې یوازې د ناشتې یا د ورځې په برخه کې له کافي ګټه واخلئ.
درانه خواړه:
کریمي ډوډۍ یا پاسته به ډېره خوندوره غذا وي، خو باید ووایم چې د درندو خوراکو توکو په سبب هم زموږ په خوبونو اغېزې پرېوځي، دغه راز د واده هضم هم ډېر وخت اخلي او په څملاستلو سره د ستونزو سبب کېږي، نو هڅه وکړئ چې د شپې پرمهال وارده لرونکي یا غوړ خواړه ونه وخورئ او له وېده کېدو دوه ساعته دمخه خوراک وکړئ.
مساله لرونکي خواړه:
د مساله لرونکو خوړو په سبب د سینې سوخت رامنځته کېږي او په خوب کې مو د خلل لامل ګرځي او هغه خواړه چې تېزابیت لري نیمه شپه مو له خوبه بیداروي.
ډېر مشروبات یا اوبه څښل:
که چېرته د شپې پرمهال له وېده کېدو دمخه ډېر مشروبات یا اوبه وڅښو، نو د شپې قضا حاجت ته اړتیا پېښېږي او خوب مو خرابوي.
چاغښت:
د چاغښت په سبب هم د خوب ستونزې رامنځته کېږي، یعنې د چاغښت په سبب د ساه له ستونزو سره مخ کېږو او په همدې ډول مو په خوب کې خلل رامنځته کوي.