کورپاڼه / بېلا بېل / د اپیل شرکت پرته له چارجر او غوږیو د آیفون ۱۲ په خرڅولو دوه میلونه ډالر جریمه شو

د اپیل شرکت پرته له چارجر او غوږیو د آیفون ۱۲ په خرڅولو دوه میلونه ډالر جریمه شو

د اپیل شرکت د برازیل له لوري د آیفون ۱۲ موبایل پرته له چارجر او غوږیو په خرڅولو دوه میلونه ډالر جریمه شو.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د برازیل په ساو پاولو کې د پیرېدونکو د حقوقو د خوندیتوب ادارې د خلکو د شکایتونو په سبب اپیل په وړاندې د دوو میلونو ډالرو د جریمې پرېکړه کړې.

د آیفون ۱۲ د خرڅلاو لپاره د وړاندې کولو وروسته د پیرېدونکو له لوري د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په میاشت کې ذکر شوې ادارې ته شکایتونه پیل شول، چې د شکایت له مخې ویل کېدل چې شرکت پرې پرته له چارجر او غوږیو موبایلونه پلورلي.

د پیرېدونکو د حقوقو د خوندیتوب ادارې د خلکو شکایتونو د اپیل شرکت ته وړاندې کړل او ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې چارجر او د چارجر کیبلونه دې ورته برابر کړي، خو د اپیل امریکایي شرکت له لورې پرېکړه رد شوه.

ایپل شرکت په غبرګون کې ویلي ول چې د چاپیریال په ککړتیا کې د کمښت او د کاربن څخه د پاکې هوا لپاره یې دغه پرېکړه کړې.

خو ذکر شوې ادارې پخپل بیان کې ویلي چې اپیل دې خپله ادعا ثابته کړي، چې د چارجر او غوږیو په ایستلو سره په کاربن کې کمښت راځي، امریکایي شرکت د جریمې د چیلنج آپشن هم لري خو د اپیل شرکت له لوري یې په وړاندې هیڅ ډول غوښتنه نشته.

Loading...

دا هم ولولئ

سياستوال ١

په ټاکنو کې د خلکو پام رااړولو لپاره د سياستوال جالب کار

په هر هېواد کې چې کله ټاکنې وي، نو نوماندان د خپل ځان د مشهورو …