کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د ملي لوبډلې چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى ٢٣ کلن شو
حضرت الله ځاځى

د ملي لوبډلې چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى ٢٣ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى نن خپله ٢٣مه کليزه لمانځي، نوموړى په ١٩٩٨ کال کې د مارچ په ٢٣مه نېټه په پکتيا کې زېږېدلى و.

حضرت الله ځاځي له خپلې فېسبوکپاڼې څخه يو عکس هم خپور کړى دى، چې د کليزې کېک ته ناست دى او په خپل کور کې يې خپله کليزه لمانځلې ده.

نوموړي په ٢٠١٦ کال کې لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کړه او وروستۍ نړيواله شل اوريزه لوبه يې په ٢٠٢٠ کال کې د ايرلېنډ پر وړاندې ترسره کړې ده.

حضرت الله ځاځي په ٢٠١٩ کال کې د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه د ايرلېنډ پر وړاندې ١٦٢ ناسوځېدلې منډې کړې وې، چې دا په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې دويمې زياتې منډې دي.

نوموړي دا منډې په ٦٢ توپونو کړې وې، چې ١٦ شپږيزې او ١١ څلوريزې يې پکې وهلې وې، چې په يوه نړيواله شل اوريزه لوبه کې دا تر ټولو زياتې شپږيزې دي.

همدا راز هغه د افغانستان غوره ليګ کې په يو اور کې ٦ شپږيزې هم وهلې وې.

حضرت الله ځاځي تراوسه پورې د افغانستان لپاره ١٦ نړيوالې يو ورځنۍ او ١٥ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې په يو ورځنيو لوبو کې يې ٣٦١ او شل اوريزو لوبو کې يې ٥٧٠ منډې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

محمد نبي

د افغانستان تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي ٣٦ کلن شو

د افغانستان تجربه کاره الراونډر لوبغاړى محمد نبي نن خپله ٣٦مه کليزه لمانځي، نوموړى په …