کورپاڼه / بېلا بېل / هغه څلور لارې چارې چې په سبب یې میرمنې د نارینه په زړونو کې ځای جوړوي

هغه څلور لارې چارې چې په سبب یې میرمنې د نارینه په زړونو کې ځای جوړوي

نارینه څه ډول میرمنې خوښوي او په لومړنۍ لېدنه کې باید د نارینه ترمخ څه ډول ناسته، پاسته وکړي ترڅو د نارینه په زړه ځای جوړ کړي؟

په دې اړه امریکایي یوې امریکایي میرمنې څلور داسې نکتې بیان کړي چې په خپلولو سره میرمنې د نارینه وو لپاره زړه راښکونکي ګرځوي او دا څلور واړه نکتې د باډي لینګویج په اړه دي.

پیټریشا په ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له لارې وایي، کله چې له کوم نارینه سره ګورئ نو باډي لینګویج ترټولو اړین وي، که چېرته تاسې شرمېږئ او په همدې د نارینه وو ترمخ ناسته پاسته کوئ نو دا ډول میرمنې د نارینه وو نه خوښېږي.

پیټریشا زیاتوي، چې میرمنې باید په داسې ډول سره ناسته، پاسته او تګ وکړي چې د بدن خم (کږوالی) یې څرګند وي، یعنې باید بدن یې بدن راټول نه کوي.

پیټریشا مخکې وایي، چې په لومړنۍ لیدنه کې په داسې ډول سره مه کېنئ چې یو پښه په بله واړوئ بلکې په منظم ډول سره کینئ.

پیټریشا لارښوونه کوي چې میرمنې کله له نارینه سره تګ کوي یا ورسره ترڅنګ درېږي باید په ناز سره ودرېږي او خپل بدن ته باید د انګلیسي د (S) توري شکل ورکړي، پیټریشا پخپله په ویډیو کې څلور واړه ټکي په عملې ډول سره ښودلي، چې تر اوسه پورې اته میلونه خلکو لېدلې ده.

دا هم ولولئ

الوتکه کې د ماشوم زېږېدل

له کاناډا څخه قاهرې ته تلونکې الوتکه کې ماشوم زېږېدلى

د مصر يوه الوتکه چې له کاناډا څخه قاهرې ته روانه وه، د سفر پر …