کورپاڼه / خبرونه / قېس احمد د مسلميار سره ليدلي، وايي: دروند او خاکساره انسان دى
قېس احمد او فضل هادي مسلميار

قېس احمد د مسلميار سره ليدلي، وايي: دروند او خاکساره انسان دى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي قېس احمد د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار سره ليدلي دي او د هغه په اړه يې پوسټ هم کړى دى.

قېس احمد په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې د مسلميار سره اخيستل شوي عکسونه خپاره کړي دي او ليکلي يې دي، چې مسلميار ډېر دروند او خاکساره انسان دى.

نوموړى په خپل پوسټ کې ليکي: ((نن مو د مشرانو جرګې معزز رييس ښاغلي فضل هادي مسلميار سره دوستانه ليدنه وکړه. ښاغلى مسلميار صېب ډېر دروند او خاکساره انسان دى، په خاوره او هيواد مين شخص دى.))

قېس احمد همدا راز په خپل پوسټ کې زياتوي: ((د ورزشکارانو په ځانګړي توګه د کرکټ لوبغاړو سره ډېره مينه کوي او تل يې تشويقوي.. داسې مشران دې خداى ج ډېر کړي.))

قېس احمد پوسټ

قېس احمد چې دا عکسونه يې په خپله فېسبوکپاڼه کې خپاره کړي و، څو دقيقې وروسته يې بېرته له خپل اکاونټ څخه ډيليټ کړل.

د يادولو وړ ده چې قېس احمد په داسې حال کې د فضل هادي مسلميار سره ليدلي دي، چې افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو له سياسي خلکو سره په ليدنو او ناستو بندېز لګولى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ يو کال مخکې ويلي و، چې له دې وروسته به د کرکټ بورډ هېڅ کارکوونکي او لوبغاړي ته دا اجازه نه وي چې هغوى دې له سياسي خلکو سره وويني او که چا داسې کار وکړ، نو په اړه به يې ګامونه پورته شي.

Loading...

دا هم ولولئ

حميد حسن او حشمت الله شهيدي

د ملي لوبډلې يو لوبغاړي د څپليو د توليد کارخانه جوړه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو لوبغاړي نور الحق ملکزي په کابل کې د څپليو …