په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې د هند لپاره شيکر دهون، روکيل راهول او کرونال پانډيا زبردسته توپوهنه او پراسيد کرشنا او شردل ټاکر ښه توپ اچونه وکړه او د انګلستان پر وړاندې يې هند ته بريا ورپه برخه کړه.
د هند او انګلستان ترمنځ نن لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د هند په احمد اباد کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې انګلستان پچه وګټله او لومړى يې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
هند په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٣١٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې شيکر دهون ٩٨، کى ايل راهول ٦٢ ناسوځېدلې، کرونال پانډيا ٥٨ ناسوځېدلې او ويراټ کوهلي ٥٦ منډې وکړې.
د انګلستان له خوا بين سټوکس ٣ او مارک ووډ ٢ لوبغاړي وسوځول.
د ٣١٨ منډو هدف په تعقيب کې د انګلستان ټوله لوبډله په ٤٢.١ اورونو کې په ٢٥١ منډو وسوځېده او د ٦٦ منډو په توپير يې په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې ماتې وخوړه.
د دوى له خوا جوني بيريسټو ٩٤، جېسن راى ٤٦ او معين علي ٣٠ منډې ترلاسه کړې.
د هند له خوا پراسيد کرشنا ٤، شردل ټاکر ٣، بوينشور کمار ٢ او کرونال پانډيا ١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شيکر دهون ته ورکړل شوه.
نن کرونال پانډيا او پراسيد کرشنا د هند لپاره لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.
د يادولو وړ ده چې د هند او انګلستان ترمنځ به دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د مارچ په ٢٦مه نېټه ترسره شي.