کورپاڼه / اسلام / امام مهدي به څو ورځې له عیسویانو سره په جنګ بوخت وي او څه ډول به عیسویانو ته ماتي ور کړي؟

امام مهدي به څو ورځې له عیسویانو سره په جنګ بوخت وي او څه ډول به عیسویانو ته ماتي ور کړي؟

د لومړۍ ورځې له جنګ وروسته په دویمه ورځ کله چې امام مهدي د عیسویانو پر وړاندې جګړې ته راښکته شي، نو ورسره څنګ کې به جګړې ته تلوونکې مسلمانان د فتحې یا شهادت له جذبې سره ښکته شي، چې ټول مجاهدین د شهادت جام وڅښي.

امام مهدي به له دې وروسته له یو څو محدودو کسانو سره د جهاد لپاره تیاری ونیسي، په دریمه ورځ به مسلمانان بیا په ډېر جوش سره د عیسویانو پر وړاندې وجنګېږي، چې ډېر به شهیدان شي.

امام مهدي به د ژوندي پاتې شوو مسلمانان سره د سبا ورځې د جنګ لپاره تیاری نیسي او په څلورمه ورځ به مسلمانان د مرګ یا فتحې قسم کوي او د جنګ میدان ته به ښکته کېږي، چې یوه غټه ډله به یې شهیدان شي.

له عیسویانو سره په جنګ کولو کولو د مسلمانانو حالت به داسې شي، چې د امام مهدي په لښکر کې به یوازې ساتونکي فوځیان پاتې شي چې هغه به هم د سامان د ساتنې لپاره ټاکل شوي وي، یو ورځ به امام مهدي له دې همدې فوځ سره د جنګ میدان ته ښکته شي، چې الله تعالی به فتحه ور په برخه کړي.

په دې جنګ کې به دومره عیسویان له منځه ولاړ شي، چې پاتې شوو عیسویان به د حکومت کولو څخه کرکه وکړي او وبه تښتي، خو مسلمانان به ډېر تښتیدلي عیسویان هم له منځه یوسي.

له دې فتحې وروسته به امام مهدي مجاهدینو ته ډېر زیات انعامات ورکړي، خو هغوی به هیڅ خوشحاله نه شي، ځکه چې ددې جنګ په سبب به ډېرې قبیلې داسې وي چې یوازې یو شخص به یې ژوندی پاتې وي.

په شام کې د عیسویانو سره له جنګ څخه وروسته به امام مهدي په اسلامي ښارونو په جوړولو مصروف شي او خپل فوځ به څلورو لورو ته ولېږي، له دې وروسته به د قسطنطنیې یعنې استنبول د فتحې لپاره روان شي او د روم د سمندرګي ساحل ته په رسېدو به د بنو اسحاق د قبیلې اویا زره مجاهدینو ته په کښتیو کې په کینولو سره د استنبول د آزادولو امر وکړي، کله چې مجاهدین د ښار حفاظتي دیوال ته ورسېږي، نو د تکبیر ناره به وکړي نو دیوال به د الله تعالی د نوم له هیبته ولوېږي.

دا هم ولولئ

د یو چا په اړه قسم خوړل چې الله تعالی یې نه بخښي، څه پایلې لري؟

بدعت: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ …