کورپاڼه / اسلام / که چېرته یو شخص په داسې حال کې وفات شي، نو د شهیدانو او صادقینو په ډله کې به وي

که چېرته یو شخص په داسې حال کې وفات شي، نو د شهیدانو او صادقینو په ډله کې به وي

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د قضاعه قبیلې یو شخص راغی او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته یې عرض وکړ، چې ای رسول الله! راته ووایه که چېرته زه شاهدي ور کړم چې له یو الله تعالی پرته د عبادت لایق وړ بل څوک نشته او ته صلی الله علیه وسلم د الله تعالی رسول یې او زه پنځه وخت لمونځ ادا کوم، د رمضان روژې نیسم او په روژه د شپې پورته کېږم عبادت کوم، زکات ور کوم.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې یو شخص په داسې حال کې وفات شي، نو هغه به د صادقینو او شهیدانو په ډله کې وشمېرل شي.

دغه راز په یو بل حدیث شریف کې راځې چې شپږ شیان مو جنت ته د داخلیدو ضمانت کوي او جنت ته بیایي.

حضرت عبادة بن صامت رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې، تاسې ماته د خپل ځان له طرفه د شپږو شیانو ضمانت راکړئ، نو زه به درته د جنت ضمانت درکړم.

  • کله چې خبرې کوئ نو رښتیا ووایئ.

  • کله چې وعده کوئ نو پوره کوئ یې.

  • کله چې امانت له ځان سره کېږدئ نو بېرته یې په سم ډول واپس کړئ.

  • د شرمګاه حفاظت یا ساتنه وکړئ.

  • د سترګو یا نظر ساتنه وکړئ.

  • پخپلو لاسونو د ظلم او ستم څخه مخه ونیسي.

دا هم ولولئ

د یو چا په اړه قسم خوړل چې الله تعالی یې نه بخښي، څه پایلې لري؟

بدعت: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ …