کورپاڼه / کرکټ / پاکستاني لوبغاړي شاهدي افریدي په یو شخصي پوهنتون کې د زده کړو د کولو اعلان وکړ

پاکستاني لوبغاړي شاهدي افریدي په یو شخصي پوهنتون کې د زده کړو د کولو اعلان وکړ

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي او آلراونډر شاهد افریدي په یوه شخصي پوهنتون کې د داخلې د کولو اعلان وکړ.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې شاهد افریدي د یو شخصي پوهنتون له لورې په جوړو شوو مراسمو کې پخپله وینا کې وویل، چې دی کله پوهنتون ته نه دی تللی او کرکټ دده لپاره هرڅه ول.

نوموړی وایي چې دا به دده لپاره د ډېر ویاړ خبره وي چې په پوهنتون کې داخله کوي او د زده کړیالانو سره یوځای درس وایي. دی زیاتوي چې کله چې د داخلې لپاره ازموینه ورکړي نو معلومه به شي چې کومې څانګې ته یې ورکوي.

شاهد افریدی وایي چې د یوه هیواد پرمختګ او ترقي له تعلیم یا زده پرته ناشونې ده، نو که چېرته غواړو چې نوی هیواد جوړ کړو نو خلک باید زده کړې وکړي.

دی زیاتوي، چې له دې وړاندې پوهنتون ته نه دی تللی، خو اوس په پوهنتون کې داخله اخلي او د خپل بنسټ په ذریعه هم د انجونو د زده کړو لپاره کار کوي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …