کورپاڼه / ليکنې / ولې ماشومان د څلور کلنۍ په عمر کې ډېره غوسه کوي؟

ولې ماشومان د څلور کلنۍ په عمر کې ډېره غوسه کوي؟

تاسې به داسې ډېر ماشومان لېدلي وي چې غوسه کوي او کله ناکله خو یې غوسه تر دې حده ورسېږي، چې تاسې هم له شرم سره مخ کوي.

په سیدتي مجلې کې د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د ماشومان د ناروغیو متخصصین هم په دې اړه یو خوله دي چې ماشومان په څلور کلنۍ کې غوسه ناک او ډېر ضدي وي.

خو که چېرته په دې عمر کې د ماشومانو شخصیت ته پاملرنه وشي، نو د غوسې او ضد په سببونو یې پوهېدلی شو او دغه رویه یا سلوک یې بدلولی یا سمولی شو.

ماشومان ولې په دې عمر کې ډېره غوسه کوي؟

  • څلور کلن ماشومان غوښتنه لري چې هغه څه دوی یې غواړي باید ورته ورکړل شي.

  • له خپل چاپیریال سره اشنا کېږي.

  • په دې عمر کې ماشومان خپل احساسات په سم ډول سره نه شي څرګندولی، نو ځکه غوسه کېږي.

  • ماشومان غواړي چې بندیزونه دې ترې لېرې شي.

  • ځینې وختونه د خپل شاوخوا خلکو څخه خپه کېږي.

  • ځینې وخت ماشومان ددې لپاره غوسه کېږي ترڅو توجه ورته وکړو.

  • له دې پرته د ماشومانو د غوسې نور سببونه د والدینو غلطه روزنه هم ده، ځکه چې دوی د خپلو ماشومانو هر ډول غوښتنه پوره کوي.

  • په دې عمر کې ماشوم د لوږې یا د کومې ناروغۍ په سبب هم غوسه کېږي، ځکه چې دا یې د څرګندولو یوه طریقه ده.

د ماشوم د غوسه کولو نښې، نښانې:

ډېر وخت ماشوم د خپلې غوسې څرګندونه په یو ډول ځانګړو حرکتونو سره کوي، لکه پخ چغو چغو ژړل او د ځان پر لوري پام اړول، پښې پر ځمکه وهل، سر او لاسونو په دیوال وهل، المارۍ او نور شیان په لغتو وهل، د مشرانو بې احترامي یا چیچل او د شیانو ماتول او نور.

په داسې حالاتو کې باید څه وکړو؟

روغتیایي کارپوهان وایي چې ماشوم پورته کړئ، له سینې سره یې جوخت ولګوئ او تر یو څه ځنډه پورې همداسې وساتئ، چې دې بدني اړیکه وایي.

  • ځینې ماشومان د بدني اړیکې ځواب نه ورکوي، نو خبرې ورسره وکړئ.

  • په داسې حالاتو کې ماشوم له پامه مه غورځوئ، ځکه چې ماشوم خپل غږ لوړولی شي.

  • په دې حالت کې د خپدل ماشوم ستاینه وکړئ.

  • په داسې حالاتو کې د ماشوم د آرامولو هڅه وکړئ، سختي ورسره مه کوئ.

  • کله چې له کوره وځي ماشوم ته د لوبو شیان راواخلئ ترڅو لوبې پرې وکړي او زړه تنګی نه شي.

  • د ماشوم بې ځایه صد مه پوره کوئ، یعنې که چېرته د ورځې پرمهال د چاکلیټ یوه ټوټه ور کړل، نو د بلې غوښتنه مه ور پوره کوئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ هغه ٨ ځايونه چې د خلکو ورتګ منع دى

د نړۍ هغه ٨ ځايونه چې خلک د ورتګ اجازه نه لري

نن سبا په ټوله نړۍ کې د ټرانسپورټ يا تګ راتګ سيسټم دومره اسانه شوى …