کورپاڼه / خبرونه / اسدالله خان د کرکټ بورډ د غوراوي څانګې مشر وټاکل شو
اسدالله خان

اسدالله خان د کرکټ بورډ د غوراوي څانګې مشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى اجراييوي رييس او ويډيو اناليسټ اسدالله خان تازه په کرکټ بورډ کې د غوراوي څانګې مشر ټاکل شوى دى.

د اسدالله خان په تړاو ياد خبر په خپلواک وېبپاڼه کې څو ورځې وړاندې خپور شوى و، خو اوس تازه کرکټ بورډ هم په دې اړه رسمي اعلان وکړ.

کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې د اسدالله خان په اړه ليکلي دي: ((پخوانى لوبغاړى، روزونکى او ويډيو اناليسټ اسدالله خان د ګمارنې د شفافې پروسې له لارې د افغانستان په کرکټ بورډ کې د نوې رامنځته شوې غوراوي څانګې مشر وټاکل شو.))

دا نوې څنګه چې اې اېم ايس يا Athlete Management System نوم ورکړل شوى دى، له مخې به يې هغه لوبغاړي ملي لوبډلو ته غوره کېږي، چې ښه کارکردګي يې ښکاره کړي وي.

د يادولو وړ ده چې اسدالله خان هغه څوک دى، چې د افغانستان د کرکټ په برخه کې يې ډېر کار کړى دى، همدا راز د تاجکستان کرکټ لپاره يې هم کار کړى دى او د دې تر څنګ لومړنى افغان دى چې په يو بهرني تجارتي ليګ (ټي ټين ليګ) کې يې د روزونکي په توګه هم کار کړى دى.

دا هم ولولئ

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې …