کورپاڼه / هنر او کلتور / دپیکا پاډوکون پخپل بدن د رنبیر کپور په نوم جوړ شوی ټاټو لېرې کړو

دپیکا پاډوکون پخپل بدن د رنبیر کپور په نوم جوړ شوی ټاټو لېرې کړو

د بالیووډ د فلمونو د اداکارې یا هنرمندې دپیکا پاډوکون او د رنبیر کپور د مینې او محبت په اړه هر وخت په رسنیو کې خبرې کېږي، دا چې دپیکا تر کومه حده له رنبیر سره مینه لري، له دې معلومه کړئ چې دپیکا پخپل ورمېږ یا څټ د رنبیر کپور د نوم لومړني توري (RK) د ټاټو په شکل سره لیکلي دي.

ویل کېږي چې د نوموړې په ورمېږ یا څټ له رنبیر سره د اړیکو له ختمېدو وروسته هم تر ډېره وخته پورې دغه ټاټو موجود و، خو اوسمهال چې له رنویر سنګ سره یې واده وکړ، نو دغه ټاټو یې هم ختم کړو.

لکه څنګه چې د دپیکا پاډوکون د ټاټو تر شا د رنبیر کپور د مینې کیسه پرته وه، همدغه ډول د بالیووډ د ډېرو اداکارو د ټاټو تر شا هم په زړه پورې او احساساتي کیسې شتون لري.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې ویل کېږي چې پریانکا چوپړا پر مټ د ټاټو په شکل Daddy’s li’l girl لیکل شوي دي، د پریانکا چوپړا پلار اشوک چوپړا په ۲۰۱۳ کال مړ شوی و او اوس هم کله چې پریانکا یې په مرکه کې ذکر وکړي نو ژړغوني شي، دغه ټاټو په اصل کې د پریانکا د پلار د لاس خط دی او نوموړې ورته د ډېرې مینې په سبب د ټاټو شکل ورکړی.

دغه راز د هریتیک روشن او د مخکینۍ میرمنې سوزان خان په لاس سټار اف ډیوډ لیکل شوي ول، چې د دواړو ترمنځ د مینې محبت څرګنده کوي، چې له طلاق وروسته یې هم پر لاس موجود و.

دا هم ولولئ

کرينه کپور او عامر خان

عامر خان د کرينه کپور سره يو ځاى کار کولو تجربې په اړه وغږېد

د هندي سينما مشهور اداکار عامر خان د مشهورې اداکارې کرينه کپور سره په يو …