کورپاڼه / روغتيا / د انرژیانو استعمال یا څښل د وینې د رګونو لپاره زیانمن وي

د انرژیانو استعمال یا څښل د وینې د رګونو لپاره زیانمن وي

د افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ ځوانان په ډېرې تېزۍ سره د انرژیانو د استعمال په عادت اخته کېدونکي دي او په تېزۍ سره یې ناوړه اغېزې هم راڅرګندېږي، لکه څنګه چې له دې وړاندې ویل شوي ول چې د انرژیانو استعمال د شکر د ناروغۍ سبب کېږي، خو اوس معلومه شوې چې یوازې د یوې انرژۍ څښل هم د زړه شریانونه اغېزمنوي.

ویل کېږي چې په انرژیانو کې په ډېره اندازه کافین، ټوراین او نور زیانمن توکي وي، نو ځکه خو د روغتیایي کارپوهانو له لوري د بحث موضوع ګرځېدلې.

روغتیایي کارپوهان وایي چې انرژۍ د زړه او ځیګر لپاره زیانمن وي، خو امریکایي پوهان بیا ویلي چې د وینې مهمو رګونو ته ډېر زیانمن وي چې یوه پیاله یې هم منفي اغېزې پرېباسي.

د ټیکساس د پوهنتون د روغتیا مرکز څېړونکو څلور څلویښت کسانو د څېړنې لاندې ونیول چې عمرونه یې له یوولس کلنۍ څخه تر شلو کلونو پورې ول او یو یې هم د سګریټ څکولو عادت نه درلود.

څېړونکو لومړی د دوی د وینې د رګونو ټیسټ یا معاینه وکړه او له دې وروسته یې هر یو ته اوه سوه ملي لیتره انرژي ورکړه، نوي دقیقې وروسته یې بیا د وینې د رګونو معاینات ترسره کړل، چې معلومه یې کړه چې له انرژۍ دمخه یې د وینې له ډېرې بهیدنې وروسته د رګونو پراخوالی ۵.۱ سلنه و، خو د انرژۍ له څښلو وروسته دغه کچه ۲.۸ سلنو ته راښکته شوه، چې څېړونکي یې له ډېرې حیرانۍ سره مخ کړل.

روغتیایي کارپوهان په دې نظر دی، چې په انرژیو کې موجود کافین، ټوراین او بوره په شریانونو اغېزې کوي او وایي چې یوازې یوه پیاله انرژي هم د انسان پر روغتیا ناوړې اغېزې کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نوو زېږېدلو ماشومانو لپاره د لمر وړانګې څومره ګټورې وي؟

د لمر وړانګې زموږ د روغتیا لپاره ډېرې زیاتې ګټې لري او پر ځمکه د …