کورپاڼه / خبرونه / سعودي عربستان د ښځو لپاره د سمندر په غاړه ځانګړی ځای جوړوي

سعودي عربستان د ښځو لپاره د سمندر په غاړه ځانګړی ځای جوړوي

سعودي عربستان ښځو ته د سمندر له منظرو څخه د خوند اخیستلو او پر غاړه یې په آزادانه ډول د چکر او ساعت تیري لپاره د یو داسې ساحل د جوړولو پلان لري چې یوازې ښځې به د ورتګ اجازه ولري.

د عربي رسنیو د راپورونو له ویل کېږي چې په سعودي عربستان کې د نړۍ د لومړني د ښځو لپاره د ځانګړي شوي ساحل د جوړولو چارې به پیل شي، چې د کورنیج سي فرنټ شمال لوري به موقیعت لري او پلان یې الجبیل صنعتي ښار له لوري تیار شوی دی.

ویل کېږي چې د ښځو لپاره به په دې ځانګړي شوي ساحل کې د ښځو محرومیت ته ځانګړې پاملرنه وشي او ترڅنګ به یې چمنونه، ریستورانتونه، قهوه خانې، لوی مارکیټونه او نورې آسانتیاوې هم ولري او له ښځو سره به یوازې ماشومانو ته اجازه ورکول کېږي.

د الجبیل د سیمه ییزې شورا ریس نایف الدویش د سعودې مجلې سره په مرکه کې ویلي چې، د ښځو لپاره یې د بېل ساحل د جوړولو پلان جوړ کړی دی او د جوړونې کار به یې په نوي ورځو کې پیل شي او د پروژې لپاره یې پنځه کلن پلان تیار کړی دی.

نایف الدویش زیاتوي چې، دغه پروژه د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ ویژن برخه ده، چې له مخې به یې ښځو ته دنده، موټر چلول او د لوبو د اجازې ورکولو ترڅنګ د ساعت تیرۍ موقع هم ورکړي او اسانتیاوې به ورته رامنځته کړي.

دا هم ولولئ

ميسي

ميسي په خپلو ٣ بنيانونو د ٥٠ زره لوبغاړو لپاره د کورونا ضد واکسين واخيستل

د ارجنټاين مشهور فوټبال لوبغاړي ليونيل ميسي د خپلو درې شرټونو يا بنيانونو په بدل …