کورپاڼه / روغتيا / څه ډول د بدن د اوبو او مالګو اړتیا پوره کړو؟

څه ډول د بدن د اوبو او مالګو اړتیا پوره کړو؟

د اوړي په موسم کې د هوا د ګرموالي په سبب انسان ډېرې اوبه د خولې له لارې ضایع کوي، چې ترڅنګ یې د بدن مالګین توکي هم خارجېږي، چې بیا د طبیعت د خرابوالي، ستړیا، کمزورۍ، سر ګرځېدنې او د بدهضمۍ ستونزې راولاړوي، نو په داسې حالاتو کې باید ډېرې اوبه وکارول شي.

په همدې لړ کې د روغتیایي کارپوهانو له لورې د مېوو او سبزیجاتو څخه د جوړو شوو شربتونو د استعمال لارښوونه کوي، ترڅو د انسان د بدن اړتیاوې پوره، د ګرمۍ شدت کم او له ناروغیو وژغوري.

د لېمو اوبه:

د لېمو اوبه یو داسې مشروب دی چې ډېر خلک یې خوښوي او د ګرمۍ د موسم مشهور مشروب هم ګڼل کېږي، جې په جوړښت کې یې انټي اکساید، فایبر او کاربوهایډریټ شتون لري. د لېمو اوبه وینه پاکوي، دفاعي سیستم پیاوړی کوي، وزن کموي، پوستکي ته ښکلا ورکوي، طبیعت ښه کوي او د نزلې او زکام لپاره ګټور وي.

د کوپرې اوبه:

د کوپرې اوبه یو له هغه اوبو یا مشروباتو څخه دي چې د ګرمۍ شدت کموي او ګڼې روغتیایې ګټې لري، د کوپرې اوبه د بدن اوبه پوره کوي نو ځکه خو له ورزش کولو وروسته یې لارښوونه کېږي او دفاعي سیستم ته پیاوړتیا هم ورکوي.

تروې یا شړومبې:

روغتیایي کارپوهان د ګرمۍ په موسم کې د تروو یا شړومبو د استعمال لارښوونه کوي، ځکه چې د ګرمۍ شدت کموي او د بدن مالګین توکي هم پوره کوي.

د خام آم شربت:

له خامو آمونو څخه جوړ شوی شربت بېخي تروش وي خو بد نه لګېږي او هغه کسان چې له کوره بهر ووځي نو ورته ډېر اړین وي.

طریقه:

خام آم به سپین کړئ، زړی به یې ترې وباسئ او آم به جوش کړئ، بیابه میده شوي مرچ، توره مالګه، سرې شوې زڼکۍ، سرې شوې سپیرکۍ او مالګه به ور واچوئ او په یو شي کې به یې وساتئ.

په یوه پیاله کې به لږ غوندې یخ واچوئ، بیا لږه مساله او پورته جوړ شوی ترکیب وراچوئ، یخ به یې کړئ او د اړتیا په اندازه بوره ور واچوئ او استعمال یې کړئ.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …