کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني: د قيامت په ورځ به د کمال خان اوبه زما شفاعت کوي
اشرف غني

ولسمشر غني: د قيامت په ورځ به د کمال خان اوبه زما شفاعت کوي

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د نيمروز ولايت ته د يو لوړپوړي پلاوي سره تللى دى او هلته يې د کمال خان بند په رسمي ډول پرانيست او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د اوبو مديريت د افغانستان لپاره يو تر ټولو مهمو برخو څخه ده او د کمال خان بند ٧٠٠ کاله وروسته جوړ او پرانيستل شو، چې دا د افغانستان لپاره ډېره مهمه پروژه ده.

د دغه بند د پرانيستې پر مهال ولسمشر غني د سولې کوترې هم هوا ته پورته کړې او د نظرونو په کتاب کې يې خپل نظر هم وليکه. نوموړي همدا راز وويل: ((که ما بل هېڅ کار هم نه وي کړى، نو د قيامت په ورځ به د کمال خان اوبه زما شفا وکړي.))

نن په افغانستان کې د اوبو اونۍ او د اوبو ملي ورځ هم لمانځل کېږي، چې دا د کمال خان بند په وياړ ترسره کېږي. ولسمشر غني چې مرستيالان او نور لوړپوړي چارواکي هم ورسره دي، د کمال خان بند د پرانيستې وروسته يې د ياد بند څخه ليدنه هم وکړه.

همدا راز د کمال خان بند هغه ساتونکي چې د دغه بند د ساتنې پر مهال په شادت رسېدلي دي، د هغوى څلي ته هم لاړل او دعا يې ورته وکړه.

دا هم ولولئ

ولسمشر غني عملیات وکړل

ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د پروستات عملیات په کابل کې وکړل. په دې …