کورپاڼه / بېلا بېل / څېړنه: یو انسان په اوسط ډول په یو ساعت کې شپاړس ځلې مخ ته لاس وړي

څېړنه: یو انسان په اوسط ډول په یو ساعت کې شپاړس ځلې مخ ته لاس وړي

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې یو انسان په ساعت کې شپاړس ځلې خپل مخ لمسوي یا لاس پرې وهي.

موږ ټول دا عادت لرو چې په ورځ کې بې شمېره ځلې خپلې پوزې، سترګو او خولې ته لاس وړ، خو په دې نه پوهېږو چې دغه کار مو زیانمن دی او څنګه؟

د یوې څېړنې له مخې چې په ۲۰۰۸ کال د دفتري چاپیریال په اړه شوې وه، ویل کېږي چې یو انسان په یو ساعت کې په اوسط ډول شاړس ځلې خپل مخ ته لاس ور وړي.

په ۲۰۱۵ کال په استرالیا کې د یو پوهنتون له لوري د ترسره شوې څېړنې له مخې معلومه شوې وه، چې د طب پوهنځي زده کړیالان په ساعت کې درویشت ځله مخ ته لاس وړي، چې د پوزې، خولې او سترګو لمسول هم ور پکې شامل دي او د مخ دغه برخه بدن ته میکروبونو او وایروسونو د داخلېدو آسانه لار ده.

له څېړنې دا خبره هم څرګنده شوه چې د طب استادان هم ذکر شوی عادت لري او دوی په دوه ساعتونو کې نوولس ځله خپل مخ ته لاس وړي.

د کیلیفورنیا یو روغتیایي ارواپوهه ډاکتر ایلکس دیمتري وایي، چې د کار کولو پرمهال د پښو خورول، په ویښتانو کې ګوتې وهل او پر مخ لاس وهل عادي وي، چې له انسان څخه په نا ارادي ډول څرګندېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې له دې عادت څخه خلاصون سخت وي، خو غوره به دا وي چې خپل لاسونه پاک وساتو او ښې ووینځو اړ بیا یې وچ کړو.

ارواپوهان وایي چې له دې عادت څخه د خلاصون لپاره کله چې تلویزون ته ګورئ یا کوم بل کار ترسره کوئ نو لاسونه مو مصروف وساتئ او په لاس داسې خوشبو وکاروئ چې مخ ته یې نږدې کوئ نو پوهېږئ به.

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د دريم ځل لپاره په کورونا اخته کېدو وروسته خاوند خپله ښځه طلاقه کړه

په اردن کې يو سړي خپله ښځه له دې امله طلاقه کړې ده، چې په …