کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني: زه کمال خان بند خپلې نيا ته نه جوړوم، تاسې ته يې جوړوم
ولسمشر غني

ولسمشر غني: زه کمال خان بند خپلې نيا ته نه جوړوم، تاسې ته يې جوړوم

ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند له پرانيستې وروسته په خپله وېنا کې وويل، چې زه کمال خان بند د خپل ځان يا د خپلې نيا (خداى دې يې وبښي) لپاره نه جوړوم، بلکې ستاسې لپاره يې جوړوم.

هغه په خپله وېنا کې طالبانو ته وويل، چې که سوله راشي، بندونه او بېخ بنا نه وي نو بيا به تاسې په څه شي ژوند کوئ؟ يوه شېبه د کمال خان په اړه فکر وکړئ او راشئ سوله وکړئ.

ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل، ولس او دولت يوازې طرحې نه بلکې د تطبيق اراده هم لري، زموږ موخه عمل دى او دا باور جوړوي، نن څه چې نيمروزيان د دولت په اړه وايي، دا د ميلياردونو ډالرو ارزښت لري.

ولسمشر په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې اوازې راځي، کاغذونه او کيسې به راځي، خو افغانستان به لکه ونه مستقيم په خپل مکان وي.

هغه د ملي امنيتي ځواکونو او د چاربورجک د ولسونو څخه هم مننه وکړه او وې ويل چې د کمال خان ځمکې چې وېشل کېږي، نو د دې سيمې خلک به پکې لومړيتوب لري.

ولسمشر غني وويل چې زه وياړم چې د افغانانو د پېړيو هيله په سترګو ګورم. نوموړي وويل، چې والي صېب وايي چې مهاجر مارغان بېرته راغلي دي، خو زه غواړم چې مهاجر انسانان هم په عزت خپل کور ته بېرته راشي.

نوموړي وويل، چې هره غونډه کې به يې د کمال خان بند په اړه خبرې کولې، خو اوس به نورو مسلو ته پام وکړي. هغه وويل چې دلته به کانالونه هم جوړېږي، ځکه يوازې بند ګټه نه کوي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ايران ته وويل، چې پخوانۍ خبرې د تاريخ برخه دي او اوس به د نيمروز اوبه چاته وړيا ورنه کړي، بلکې په ايران به يې خرڅې کړي. هغه وويل، چې د دوه هېوادونو اقتصاد له يو بل سره تړلى دى، که تېر راکوې، نو بيا رانه اوبه غواړه او که نه وي يو بل شى راکړه.

نوموړي وويل، چې اوس راباندې نه څوک ډوډۍ تړلى شي او نه هم راباندې څوک اوبه تړلى شي، هر څه زموږ په خپل لاس کې دي او په منطقه کې به د پرمختګ پر لور ځو.

Loading...

دا هم ولولئ

مولانا طارق جميل

مولانا طارق جميل فېشن برانډ پرانيست، مشهورو سندرغاړو او اداکارانو پکې ګډون وکړ

د پاکستان يو مشهور تبليغي مولانا طارق جميل په خپل نوم د کاليو يا لباس …