د هندي سينما مشهور او نوموتي اداکار عامر خان د کورونا ويروس ټېسټ پايله مثبته راغلې ده او نوموړي اوس ځان په خپل کور کې کرنټين کړى دى.
د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، عامر خان او کياره اډواني د يو اعلان لپاره ثبت ترسره کاوه، چې د عامر خان د کورونا ټېسټ پايله مثبته خو د کياره اډواني د کورونا ټېسټ پايله منفي راغلې ده.
د عامر خان وياند په يوه خبرپاڼه کې هم دا خبر تاييد کړى دى او ويلي يې دي، چې د هغه د کورونا ټېسټ پايله مثبته راغلې ده او اوس يې په کور کې ځان کرنټين کړى دى.
هغه وايي، چې عامر خان د ډاکټرانو ټولې لارښوونې عملي کړي دي او روغتيا يې ښه ده، هغه کسان چې عامر خان سره يې په دې وروستيو ورځو کې ليدلي دي، نو هغوى دې هم خپل ټېسټونه وکړي او ځانونه دې کرنټين کړي.
د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د هندي سينما يو شمېر مشهور ستوري په کورونا اخته شوي دي، چې رنبير کپور، ورون دهون او نور ډېر پکې شامل دي.