د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان خپل لومړى مقام له لاسه ورکړ او د سويلي افريقا تبريز شمسي لومړى مقام ترلاسه کړ.
د کرکټ نړيوالې شورا د نړيوالو شل اوريزو لوبغاړو تازه درجه بندي اعلان کړه، چې مخکښ افغان توپ اچونکي راشد خان پکې خپل لومړى مقام له لاسه ورکړى دى.
د نړيوالو شل اوريزو لوبو د توپ اچونکو په برخه کې راشد خان له لومړي مقام څخه دويم ته تللى دى او لومړى مقام تبرېز شمسي ترلاسه کړى دى.
همدا راز مجيب الرحمان چې په دريم مقام کې يې قرار درلود، هم دوه مقامه شاته تللى دى او اوس په پنځم مقام کې قرار لري، چې اشټون اګر او عادل رشيد دريم او څلورم مقامونه ترلاسه کړي دي.
↗️ Batsmen Virat Kohli, Devon Conway move up
↗️ Adil Rashid climbs up one spot in bowlers rankingsThe weekly updates of the @MRFWorldwide ICC Men’s T20I Player Rankings are out!
Full list: https://t.co/EdMBsm6zwM pic.twitter.com/IzroX6YUqT
— ICC (@ICC) March 24, 2021
بلخوا د نړيوالو شل اوريزو توپوهونکو په درجه بندۍ کې حضرت الله ځاځى يو مقام نور هم ښکته تللى دى او اوس په لسم مقام کې قرار لري، خو ويراټ کوهلي بيا له پنځم څخه څلورم مقام ته پورته شوى دى او لومړى مقام د ډيويډ ملن سره دى.