کورپاڼه / جالب / یو شخص ناوې ته د جوړې یا جامو د نه ګنډولو له امله سخت جریمه شو

یو شخص ناوې ته د جوړې یا جامو د نه ګنډولو له امله سخت جریمه شو

د پاکستان د یوې ایالتي محکمې له لورې یو خیاط پنځوس زره کلدارې په دې جریمه شو، چې د ناوې جوړه یې په تاکل شوي وخت نه وه تیاره کړې.

ویل کېږي چې د محکمې له لوري خیاط هم د اپریل د میاشتې په نهمه نیټه غوښتل شوې، چې پر وړاندې یې د اسلم جاوید په نوم یو شخص محکمې ته مخه کړې وه.

نوموړې محکمې ته وویل چې خیاط د جوړې یا جامو په جوړولو ورڅخه د ۶۰۰۰ کلدارو غوښتنه کړې، چې میرمنې یې ۳۰۰۰ کلدارې ورکړې هم وې او دعا یې کوله چې د تېر کال تر دسمبره ورته جوړه تیاره کړي، ځکه چې د زوی د واده نیټه یې د دسمبر په ۲۵ نیټه ټاکل شوی و.

اسلم وایي چې د افضل په نوم خیاط ورته په ټاکلي وخت جوړه تیاره نه شوه کړی او بهانې به یې کولې، چې بله لاره یې نه لرله او د ډېرو پیسو په بدل کې یې بله جوړه واخیسته.

بالاخره د محکمې پرېکړه دا شوه چې خیاط باید جریمه پرې کړي. یاده دې وي چې تېر کال په همدې هیواد کې یو شخص په موټر جوړونکي ددې لپاره محکمې ته رجوع کړې وه، چې موټر یې ورته سم نه و جوړ کړی.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …