کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د عظمت الله عمرزي ٢١مه کليزه؛ هغه لوبغاړى چې حق يې نور خوري
عظمت الله عمرزى

د عظمت الله عمرزي ٢١مه کليزه؛ هغه لوبغاړى چې حق يې نور خوري

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو ځوان الراونډر عظمت الله عمرزى دى، چې نن خپله ٢١مه کليزه لمانځي، نوموړى د ٢٠٠٠ کال د مارچ په ٢٤مه نېټه زېږېدلى و.

عظمت الله عمرزى چې په تېره شپږيزه کرکټ ليګ کې يو له ځلېدونکو لوبغاړو څخه و، خو د شپږيزې کرکټ ليګ د غوره لوبغاړي جايزه يې له کريم جنت سره شريکه شوه.

نوموړى چې د زمبابوې پر وړاندې ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو ته اخيستل شوى و، په هېڅ لوبه کې د لوبېدو چانس ورنکړل شو او پرته د کومې لوبې ترسره کولو بېرته هېواد ته راستون شو.

عظمت الله عمرزى چې په ٢٠١٧ کال کې يې ليسټ اې او ٢٠١٨ کال کې يې فرسټ کلاس لوبې پيل کړي دي، يوازې د ايرلېنډ پر وړاندې په يوه نړيواله شل اوريزه لوبه کې لوبېدلى دى.

نوموړي تراوسه پورې ٢٤ ليسټ اې، ٥ فرسټ کلاس او ١٠ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې فرسټ کلاس کې يې ١٦، ليسټ اې کې يې ٢٢ او شل اوريزو کې يې ٨ لوبغاړي سوځولي دي.

همدا راز په فرسټ کلاس لوبو کې يې ١٤٩، په ليسټ اې لوبو کې يې ٤١٣ او په شل اوريزو لوبو کې يې ٢٠٩ منډې کړې دي، چې شل اوريزو لوبو کې يې ٦٢ ناسوځېدلې زياتې منډې دي او ليسټ کې يې ٦٦ زياتې مندې دي.

دا هم ولولئ

کاويا

د سنرايزرز حېدراباد ماتې يې CEO وژړوله

تېره ورځ د رايل چېلنجرز بېنګلور پر وړاندې سنرايزرز حېدراباد ته د ښې لوبې چانس …