کورپاڼه / جالب / امریکا یوه داسې کښتۍ جوړوي چې د لمریز انرژۍ په مرسته به چلېږي

امریکا یوه داسې کښتۍ جوړوي چې د لمریز انرژۍ په مرسته به چلېږي

نړۍ ورځ تر ورځې د پرمختګ په حال کې ده او هره ورځ د نړۍ د لویو شرکتونو له لوري داسې وسایل او ټیکنالوژي رامنځته کېږي، چې نه یوازې دا چې د انسانانو لپاره یې اسانتیاوې رامنځته کړي، بلکې ځینې ټیکنالوژۍ بیا داسې وي، چې سړی ورته ګوته په غاښ کېږي.

په همدې لړ کې یو امریکایې ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي د یوې داسې کښتۍ ډیزاین تیار کړی، چې د لمریزې انرژۍ په مرسته به چلېږي.

ویل کېږي چې دغه کښتۍ به د لمریزې انرژۍ او هوا په مرستې سره چلېږي او پر کښتۍ به دوه سوه دوه شپېته فوټه اوږد د کاربن د فایبر سیل لګېدلي وي.

دغه راز ویل کېږي چې په کښتۍ کې به دولس د خوب کوټې او د څلویښتو کارکوونکو سربېره به څلرویشت د میلمنو لپاره د استوګنې ځایونه ولري او د لامبلو لپاره به حوض هم ولري.

یاده دې وي چې تر اوسه پورې دغه کښتۍ نه ده جوړه شوې، بلکې یوازې ډیزاین یې وړاندی شوی او ممکن په نږدې راتلوونکي کې پرې کار پیل شي.

دا هم ولولئ

څېړنه: د څوارلسمې سپوږمۍ د نارینه وو پر ژوند څه اغېزې پرېباسي؟

ډېری نارینه د څوارلسمې سپوږمۍ ډېره زیاته خوښوي، خو همدغه سپوږمۍ یې په ژوند کې …