کورپاڼه / هنر او کلتور / سني لیون د لومړي ځل لپاره پرې د لګېدلو تورونو په اړه چوپتیا ماته کړه

سني لیون د لومړي ځل لپاره پرې د لګېدلو تورونو په اړه چوپتیا ماته کړه

د بالیووډ د فلمونو بېباکې اداکارې یا هنرمندې سني لیون د لومړي ځل لپاره څرګنده کړه، چې د انستاګرام اکونټ یې اکونټ یې د ټیم لخوا پرمخ وړل کېږي، دغه راز په نوموړې د لګېدلي تورونو ځواب یې هم ورکړو.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې له سني لیون څخه د یوې مرکې پرمهال کوربه پوښتنه کوي، چې د انستاګرام اکونټ یې ډېر مصروفه وي آیا د ټولنیزو رسنیو په منظم ډول اپډیټ کول یې کومه ستونزه لري؟

نوموړې ورته په ځواب کې وایي چې د انستاګرام اکونټ یې ټیم چلوي او دوی ورته په شریکه مواد برابروي، دی وایي چې هر څوک باید ډیجیټل مارکیټ ته ډېر دمخه داخل شوی و، خو نوموړې ځان خوشحاله ښیي او وایي چې ځه ښه شوه چې داسې ونه شول، چې په پایله کې ددې لپاره هلته ډېر څه دي او ددې لپاره یې له ټولو مننه کړې.

دغه راز له سني لیون کوربه دا پوښتنه هم کوي چې څه موده وړاندې په کریالا کې د یوې نندارې له لوري پرې د درغلیو یا دوکې تور پوری شوی، نو تېرې ورځې دې څنګه تېرې شوې؟

سني لیون ورته په ځواب کې وایې، چې د قضیه یې ډېره مظبوطه ده او فکر کوي چې انصاف به ترلاسه کړي، دغه راز وایي چې د چا بد نه غواړي، رښتیا ورسره دي او همدا ورته بسنه کوي.

دا هم ولولئ

غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې …