کورپاڼه / ليکنې / په لیکلو سره حافظه ښه کېږي او لیکل شوي شیان مو تر ډېره ذهن کې پاتې کېږي

په لیکلو سره حافظه ښه کېږي او لیکل شوي شیان مو تر ډېره ذهن کې پاتې کېږي

جاپاني ارواپوهانو له یوې تجربې وروسته وویل، چې پر موبایل او ټابلیټ د یو څه لیکلو په پرتله پر کاغد د یو څه لیکل د انسان پر حافظه ژورې اغېزې کوي، د لیکلو عمل یا کړنه پیچلې، جالبه او حسي وي.

د توکیو د پوهنتون استاد کونیوشي سیکایي وایي، چې د بریښنا سند په پرتله پر کاغذ د قلم په مرسته د یو څه لیکلو کړنه پیچلې وي او په مرسته یې لیکل شوي معلومات حافظه کې ډېره پاتې کېږي.

ویل کېږي چې ددې تجربې لپاره یې څېړنې ترسره کړې او رضاکاره کسان یې په دوو ډلو وویشل، چې یوې ډلې ته یې ډیجیټل قلم ورکړ او ورته وویل شول چې په ټابلیټ دې یو څه ولیکي.

دویم ډلې ته یې بیا لارښوونه وکړه چې د کاغذ پرمخ دې یو څه ولیکي، نو ولېدل شول چې پر ټابلیټ د لیکلو پر وخت انرژي نه مصرفېږي او په بندولو یې خط ورکېږي، خو د کاغذ پرمخ د یو څه لیکلو سره یو داسې احساس کېږي، چې انرژي ورسره مصرفېږي او الفاظ یې پخپل انداز سره لیکل کېږي.

اوسمهال څېړونکو لارښوونه کړې چې په تعلیمي ځایونو کې دې کاغذي شیان یا کتابچې د یاداښت د ساتلو لپاره وساتل شي، ځکه چې په دې ډول د یادولو عمل ژور او اغېزمن کېږي.

دا هم ولولئ

ددې لپاره چې روژه درباندې آسانه تېره شي، یو څو لارښوونې عملي کړئ

د روژې مبارکه میاشته راورسېدو، نو که چېرته تاسې هم روژې نیسئ یا ورته تیاري …