کورپاڼه / خبرونه / پاکستان له هند سره د کرکټ سياليو ته هيله مند دى
پاکستان او هند

پاکستان له هند سره د کرکټ سياليو ته هيله مند دى

د پاکستان کرکټ بورډ يو غړي هيله ښکاره کړې ده، چې په روان ٢٠٢١ کال کې داسې امکانات شته، چې د هند او پاکستان ترمنځ د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره شي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان کرکټ بورډ يو غړي ورته ويلي دي، که څه هم دواړو بورډونو مخامخ خبرې نه دي کړي، خو په روان کال کې داسې امکانات شته چې دواړه هېوادونه لوبلړۍ ترسره کړي.

د پاکستان د جنګ ورځپاڼې سره د کرکټ بورډ يو غړي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي، چې موږ دې ته تيارى نيسو، چې له هند سره سيالۍ ترسره کړو.

يادې سرچينې ويلي دي، چې که چېرته د پاکستان کرکټ بورډ او هند کرکټ بورډ ترمنځ د دغه لوبو په اړه موافقه وشي، نو د هند لوبډله به پاکستان ته سفر وکړي.

دا سفر به د ٢٠٢١ کال په وروستيو کې وي چې يوازې د ٦ ورځو لپاره به د هند لوبډله پاکستان ته ځي او همدا راز ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې به ترسره کړي.

خو بلخوا بيا د پاکستان کرکټ بورډ عمومي رييس احسان ماني ويلي دي، چې دوى د هند کرکټ بورډ سره کومې اړيکې نه دي نيولي او د سياليو په اړه يې هم له خبرو ډډه کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …