کورپاڼه / جالب / یوې انجلۍ چې د واده په جوړه کې یې تصویر خپور کړی و، سر خوږی یې ورته جوړ کړ

یوې انجلۍ چې د واده په جوړه کې یې تصویر خپور کړی و، سر خوږی یې ورته جوړ کړ

په امریکا کې یوې ناوې چې د واده په جوړه کې یې تصویر اخیستی او په ټولنیزه رسنۍ یې خپور کړ، ګران تمام شو او دومره هلکان ورپسې شول چې له کوره راوتل ورته ناممکن وګرځید.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې کیلي نومېږي وایي چې، له دې واده څخه یې څو ورځې دمخه د واده په جوړه کې عکسونه اخیستي او په ټویټر یې خپاره کړي ول، چې بیا له هغې وروسته ورته بې شمېره میسجونه راغلل.

نوموړې وایي، که چېرته خبره تر ټویټره محدوده وای نو د زغملو وړ به وه، کله چې له کور څخه بهر خلکو وپېژنده، نو ډېر لوفران ورپسې شول او تر کوره یې ورسوله، چې اوس له کوره نه شي وتلی.

کیلي وایي چې تصویر یې په ټویټر ډېر ژر لاس په لاس شو، چې له پنځه ویشت زرو ډېرو ري ټویټ او اوه لکو څخه ډېرو کسانو خوښ کړی او په دې همدې سبب خلکو هم وپېژنده او ستونزه یې ورته جوړه کړه.

کیلي زیاتوي چې له تصویر خپرولو وروسته راته خلکو ډېرې شرمناکې غوښتنې کړي.

دا هم ولولئ

واده

هغه ځوان چې په څو ورځو کې يې له يوې ښځې سره ٤ ځلې واده وکړ، خو ولې؟

په تايوان کې يو سړي د واده پر مهال د پېسو او رخصتيو لپاره په …