کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه ځانګړى ټويټ چې په ٢٩ ميليونه ډالره ليلام شو
ټويټر

هغه ځانګړى ټويټ چې په ٢٩ ميليونه ډالره ليلام شو

د ټولنيزو رسنيو د مشهورې وېبپاڼې ټويټر د بنسټګر جيک ډورسي لومړنى ټويټ چې په ټويټر کې يې خپور کړى و، په ٢٩ ميليونه امريکايي ډالرو ليلام شو.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ټويټر بنسټګر دا ټويټ په ټويټر کې شاوخوا ١٥ کاله مخکې خپور شوى و، چې اوس ايراني الاصله مالېزيايي په ډېره لوړه بيه واخيسته.

دا ټويټ د ٢٠٠٦ کال د مارچ په ٢٢مه نېټه په ټويټر کې شوى و، چې په ٢٩ ميليونه امريکايي ډالرو ليلام شو او يو لوى سوداګر واخيست.

د ټويټر د بنسټګر دا ټويټ په انلاين بڼه وپلورل شو او د ټويټ لپاره پېسې هم د بيټکوين په ډول په يوه کرپټي کرنسي کې ورکړل شوې.

د جيک ټويټ

جيک ډورسي په خپل دې لومړني ټويټ کې يوازې دومره ويلي و، چې ما خپل ټويټر اکاونټ جوړ کړ.

د جيک ډورسي دا ټويټ ١٢٠ زره کسانو ريټويټ کړى او ١٦١ زره کسانو لايک کړى و، همدا راز په دې وروستيو کې د هغه په دې ټويټ باندې ډېرو خلکو هغه ته د دې ټويټ د اخيستو لپاره وړانديز کړى و.

د جيک ډورسي د دې ټويټ نه چې څومره پېسې ترلاسه شوي دي، دا به د افريقا په لويه وچه کې په غريبو هېوادونو کې په خېريه کارونو مصرف شي.

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …