کورپاڼه / جالب / هغه ځوان چې په اوږو کې په طبیعي ډول هډوکی نه لري+ویډیو

هغه ځوان چې په اوږو کې په طبیعي ډول هډوکی نه لري+ویډیو

د امریکا په متحده ایالاتو کې یو داسې ځوان ژوند کوي چې په طبیعي ډول په اوږو کې هډوکي نه لري.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې، دغه شخص د امریکا د انډیانا ایالت اوسیدونکی دی، چې په طبیعي ډول په اوږو کې هډوکي نه لري، خو د خپګان پرځای پر ځان ویاړ کوي.

دغه ځوان کوري بینټ نومېږي او په داسې ډول سره د اوږو په ذریعه چکچکې وهلي چې ټول خلک یې له حیرانۍ سره مخ کړي.

روغتیایي کارپوهان دغه ډول ناروغۍ ته cleidocranial dysplasia نوم ورکوي، چې په همدې سبب یې قد هم نه لوړېږي او په ژامو کې یې اضافي غاښونه هم راخېژي.

کوري بینټ ددې ناروغۍ په اړه خلک خبروي، چې دی ددې ناروغۍ په سبب بیاهم د نورو خلکو په ډول مختلف کارونه ترسره کوي او پخپل ځان ددې پرځای چې د خپګان احساس وکړي، پر خپل ځان د ویاړ احساس کوي او خوشحاله دی.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …