کورپاڼه / بېلا بېل / که چېرته په میاشت کې یوه ورځ روژه ونیسو، په بدن کې مو څه بدلون راځي؟

که چېرته په میاشت کې یوه ورځ روژه ونیسو، په بدن کې مو څه بدلون راځي؟

موږ ټول مسلمانان وخت ناوخت د ثواب په خاطر روژې نیسو او ډېری خلک په دې باندې پوهېږي هم چې روژې نېول ګڼې روغتیایي ګټې لري، چې اوسمهال دا خبره ساینسپوهانو هم تایید کړې.

امریکایي ساینسپوهانو د یوې څېړنې له مخې ثابته کړې، چې روژه نېول ګڼې روغتیایي ګټې لري.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې ویل کېږي، چې د امریکا د اوټاه د ایالت د سالټ لیک په ښار کې د یو طبي انسټیټیوټ ساینسپوهانو د خپلې څېړنې له مخې ویلي، چې په میاشت کې یو ځل روژه نېول یا خوراک نه کول د انسان عمر ډېروي.

د څېړونکې ډلې مشر ډاکتر بنیامین هارن وایي، چې ددې څېړنې لپاره یې په دولس زرو کسانو تجربې کړي، چې یو ډلې ته یې په هره میاشت کې د لومړۍ یکشنبې په ورځ تر څلرویشت ساعتونو پورې د روژې د نېولو لارښوونه وکړه.

نوموړی وایي چې له پنځو کلونو وروسته یې چې کله معاینه وکړه نو معلومه شوه چې روژه نېوونکي کسانو د نورو په پرتله د ډېرې ښې روغتیا لرونکي ول، چاغښت یې نه درلود، د زړه او دماغو د ناروغیو امکان یې بېخي لږ و.

هارن وایي چې د څېړنو له پایلو دې نتیجې ته ورسېدل، که چېرته په میاشت کې یو ځل تر څلرویشت ساعتونو پورې څه ونه خوري او دغه عادت خپل کړي، نو عمر یې څو کاله ډېرېږي.

دا هم ولولئ

هغه رنګونه چې د ښه خوب لپاره اغېزمن تمامېږي

خوب د انسان د بدن او روغتیا لپاره ډېر اړین وي، خو پوښتنه داده چې …