د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپ اچونکی فضل حق فاروقي هند ته لاړ چې هلته به د هند تجارتي لیګ کې د چینای سوپر کنګز لوبډلې سره د نېټ بالر په توګه پاتې شي.
فضل حق فاروقي چې څو ورځو وړاندې يې د زمبابوې پر وړاندې خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره کړه، دا دویم ځل دی چې ای پي ایل کې د نېټ بالر په توګه اخیستل کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د فضل حق فاروقي په اړه لیکلي دي چې نوموړی نن هند ته لاړ، چېرته چې به ای پي ایل کې د چینای سوپر کنګز لوبډلې سره د نېټ بالر په توګه یو ځای شي.
Young Fast bowler @fazalhaqfarooq6 left to India where he is roped in as a net bowler by @ChennaiIPL for the upcoming season of @IPL ! pic.twitter.com/xwaVB71pfS
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) March 24, 2021
نوموړی تېر کال د کنګز الیون پنجاب (اوس پنجاب کنګز) لوبډلې سره د نېټ بالر په توګه و، چې هغه مهال مجیب الرحمان هم د یادې لوبډلې سره لوبېده.
د یادولو وړ ده چې د ای پي ایل سیالیو ته هم لږې ورځې پاتې دي او سږکال هم درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان د سنرایزر حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي.