کورپاڼه / اسلام / آیا په جنت کې به ناروا غوښتنې هم پوره کېږي؟

آیا په جنت کې به ناروا غوښتنې هم پوره کېږي؟

وایي چې په جنت کې د هر انسان غوښتنې یا خواهشات پوره کېږی، خو داسې انسان به جایزې غوښتنې لري او ناجایزې، ځواب یې دا دی چې هلته به انسان یوازې روا غوښتنې لري، چې له څرګندولو دمخه به پوره کېږي.

خو پوښتنه داده چې ولې هلته انسان ناجایزې غوښتنې نه کوي؟ ددې پوښتنې ځواب دادی چې چد انسان د ناجایزو غوښتنو یا خواهشاتو منبع یا سرچینه شیطان دی او هغه رټل شوی یعنې له جنته ویستل شوی او کله چې شیطان نه وي نو خراب فکرونه او غوښتنې به هم نه وي.

خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د یو مسلمان لپاره دا ښه خبره نه ده چې له خپل مسلمان ورور سره له دریو ورځو څخه ډېرې اړیکې پرې کړي او هغه کس چې دا ډول کار وکړي او پرته له توبې ومري نو جهنم ته به داخل شي.

دلته باید د جهنم د ژوروالي په اړه یو بل ذکر کړو چې حضرت ابو هریره رضي الله عنه روایت کړی او وایي چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره و چې د یوې ناڅاپي چاودنې غږ مې واورېد، رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسې پوهېږئ چې دا د څه شي غږ و؟

صحابه کرامو وویل چې الله او د هغه رسول غوره پوهېږي، بیا رسول الله صلی الله علیه ړسلم وفرمایل، یوه ډبره چې له نن څخه اویا کاله دمخه جهنم ته لوېدلې وه، چې اوس د جهنم بېخ ته ورسېده.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت عملونه پرېښول، څنګه دي؟

ځینې کسان د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې کارونه ناروا ګڼې او نه یې …