کورپاڼه / جالب / یوې ناوې د واده په شپه نغدې روپۍ او سره زر تښتولي

یوې ناوې د واده په شپه نغدې روپۍ او سره زر تښتولي

د پاکستان د جیلم په سیمه کې یوې ناوې د واده په شپه نغدې روپۍ او سره زر له ځان سره اخیستي او تښتېدلې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه پېښه ددې هیواد په جیلم کې رامنځته شوې او نوې پخپل نوي کور کې د غلا له کولو وروسته تښتېدلې.

راپورونه وایي چې دغې ناوې تېره ورځ په ځایي سیمه کې د لقمان په نوم له یوه شخص سره واده وکړ او نن ورځ یې د ولیمې ورځ وه، خو ناوې د واده په شپه ټولو ته نشه یي شی ورکړی، ټول یې بې هوښه کړي او نغدې روپۍ او سره زر یې له ځان سره تښتولي.

د هلک کورنۍ وایي چې نن ورځ یې د زوی ولیمه وه چې د سیمې د خلکو په ګډون یې خپل، خپلوان هم دعوت کړي ول، خو وروسته له دې پېښې یې ټوله کورنۍ د خپګان ښکار وګرځیده او ولیمې ته راغلي میلمانه ټول خپه ول.

بل لوري ته پولیس وایي چې دغه هلک په مردان سیمه کې واده کړی، چې اوسمهال د دوی له لورې پلټنه روانه ده.

دا هم ولولئ

څېړنه: د څوارلسمې سپوږمۍ د نارینه وو پر ژوند څه اغېزې پرېباسي؟

ډېری نارینه د څوارلسمې سپوږمۍ ډېره زیاته خوښوي، خو همدغه سپوږمۍ یې په ژوند کې …