کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: له ورزش څخه دمخه د چایو او کافي په استعمال سره د بدن ډېره وازده اوبه کېږي

څېړنه: له ورزش څخه دمخه د چایو او کافي په استعمال سره د بدن ډېره وازده اوبه کېږي

د هسپانیې ساینسپوهانو موندلې ده، که چېرته له ورزش کولو نیم ساعت دمخه چای، کافي یا هر هغه شی چې کافین ولري، استعمال شي نو د ورزش پرمهال به د بدن وازده په ډېرې تېزۍ سره اوبه شي.

باید ووایو چې له کافي او چایو پرته چاکلیټ، د کولا مشروبات یا څښاک او انرژیانې هم پخپل جوړښت کې په برابره توګه کافین لري.

ویل کېږي چې د غرناطې پوهنتون څېړونکو په اوسط ډول په دوه دیرش کلونو کې پر پنځلس رضاکارو کسانو له تجربې وروسته پایلې ترلاسه کړې او معلومه یې کړه چې د سهار په پرتله په ماښام کې ورزش کول د انسان د بدن ډېره وازده اوبه کوي.

ددې څېړنې مرکزي لیکوال فرانسسکو هوزی امارو کاهیتی وایي، چې د بدن د وازده د اوبه کولو دغه مشوره ورکول کېږي چې ورزش دې په خالي خېټه او سهار کې وکړل شي، خو دا خبره هیڅ ساینسي بنسټونه نه لري یاهم اساس یې کمزوری دی.

دوی وایي چې د مشاهدې له مخې یې د ماښام پر وخت له ورزش کولو نیم ساعته دمخه د کافینو په استعمال سره د سهار په پرتله دوه برابره د بدن وازده اوبه کېږي.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …