کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / نور به په تقریري بحثونو کې کمپیوټر له انسان سره سیالي کوي

نور به په تقریري بحثونو کې کمپیوټر له انسان سره سیالي کوي

د ایي بي ایم (IBM) د مصنوعي ځیرکتیا کارپوهانو د (پروجیکټ ډیبیټر) په نوم یو داسې اتومات سیستم تیار کړی، چې له انسان سره تقریري سیالي کولی شي.

که څه هم تر اوسه پورې په ترسره شوو تجربو کې یې کوم کارپوه ته په تقریري سیالۍ ماتې نه ده ورکړې، خو جوړونکي یې هیله مند دي چې له یو څه موده وروسته به دا کار هم شونی کړي.

یاده دې وي چې په دې سیستم له څو کلونو څخه کار روان دی، خو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال د خلکو ترمخ څرګند کړل شو.

دې سیستم د لا غوره والي د ورکولو لپاره کارپوهانو د (Argument Mining) څخه ګټه اخیستې، چې د طبیعي ژبې د پروسیس کولو د څېړلو یوه فرعي څانګه ده.

په Argument Mining کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) سیستم منتشر معلومات راټولوي او ترمنځ یې منطقي اړیکه معلوموي.

د نیچر په نوم د یوې څېړنېزې مجلې د مقالې له مخې ویل کېږي، چې دې سیستم ته یې د ۴۰۰ میلونو خبرونو په ذریعه روزنه ورکړې او ددې وړ ګرځیدلی دی چې په ۱۰۰ مختلفو موضوعاتو له انسان سره بحث یا تقریري سیالي وکړي.

ددې سیستم جوړونکي کارپوهان وایي چې د وخت په تېرېدو به دا سیستم نور هم پیاوړی کړی او دې حد ته به یې ورسوي چې د کارپوهان سره هم سیالي وکړای شي.

دا هم ولولئ

هغه حشره چې خپلو دماغو ته د بدلون ورکولو وړتیا لري

سره د دومره ډېر پرمختګ او ټیکنالوژۍ بیاهم ځینې شیان داسې کارونه دي چې موږ …