کورپاڼه / خبرونه / ګلبدين نايب: د کمال خان بند د پرانيستې مراسم مې وليدل، له خوشحالۍ مې سترګې نمجنې شوې
ګلبدين نايب

ګلبدين نايب: د کمال خان بند د پرانيستې مراسم مې وليدل، له خوشحالۍ مې سترګې نمجنې شوې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى کپتان او الراونډر لوبغاړى ګلبدين نايب وايي، چې د کمال خان بند د پرانيستې مراسمو په ليدلو يې له خوشحالۍ نه سترګې نمجنې شوې.

د کمال خان بند چې پرون ولسمشر محمد اشرف غني د يو لوړپوړي چارواکي په ملتيا په نيمروز ولايت کې پرانيست او ګټې اخيستنې ته يې وسپاره، په ټول هېواد کې پرې ډېره خوشحاله څرګنده شوه.

په همدې اړه ګلبدين نايب هم خوشحاله ښکاره کړې ده او په خپل ټويتر کې يو ټويټ کړى دى، چې وايي د يوه افغان په توګه يې د ستر وياړ احساس وکړ.

هغه ليکي: ((د کمال خان بند د پرانيستې مراسم مې وليدل د يو افغان په توګه مې له خوشحالي سترګې نمجنې شوې د ستر وياړ احساس مې وکړ.))

نوموړى همدا راز زياتوي: ((له ولسمشر څخه بايد د زړه له تله مننه وکړو چې دا تاريخي پروژه يې بشپړه کړه، زه منحيث د يو افغان ځوان د عيسى خيل صېب د هلو ځلو ستاينه کوم او په داسې ځوانانو وياړم.))


د يادولو وړ ده چې د کمال خان بند پروژه د افغانستان لپاره يوه ستره پروژه ده، چې د ميليونونو افغانانو خوب و او اوس په حقيقت بدل شو، دا د افغانستان د اوبو په مديريت کې ستره لاسته راوړنه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …