کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان د هند تر ټولو ګرانبيه اداکار شو، چې نوي فلم لپاره ١ ميليارد روپۍ اخلي
شاه رخ خان

شاه رخ خان د هند تر ټولو ګرانبيه اداکار شو، چې نوي فلم لپاره ١ ميليارد روپۍ اخلي

د هندي فلمونو مشهور اداکار شاه رخ خان د هند تر ټولو ګرانبيه اداکار شو چې هغه په يو فلم کې د کار کولو په بدل کې ١ ميليارد يا ١٠٠٠ ميليونه هندي روپۍ اخلي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د شاه رخ خان نوي فلم (پټان) ته د هغه مينه وال ډېر په تمه دي، که څه هم نوموړي په رسمي ډول د دې فلم اعلان نه دى کړى، خو د فلم ثبت يې پيل کړى دى او په دوبۍ کې يې هم ثبت ترسره کړى دى.

په راپور کې د ځينو سرچينو له قوله ليکل شوي دي، چې شاه رخ خان د دې فلم لپاره ١٠٠ کروړه (١ ميليارد) روپۍ اخلي، چې په دې سره نوموړى د هند تر ټولو ګرانبيه اداکار شو چې په يو فلم کې دومره زياتې پېسې اخلي.

په دې فلم کې له شاه رخ خان پرته مشهور اداکاران دپيکا پاډوکون او جان ابراهام هم کار کوي.

د يادولو وړ ده چې شاه رخ خان په وروستي په ځل په ٢٠١٨ کال کې په (زيرو) فلم کې کار کړى و، چې له هغه وروسته د نوموړي بل کوم فلم نه دى راغلى او همدا لامل دى چې مينه وال يې (پټان) فلم ته ډېر په تمه دي.

د (پټان) فلم لارښود سدهارت انند دى، چې دا فلم د يش راج فلمز له خوا جوړېږي او په اړه يې ويل کېږي چې د دې فلم لپاره ډېره بوديجه ځانګړې شوې ده، چې نه يوازې د شاه رخ خان بلکې د دغه فلم پروډکشن لپاره هم يو ځانګړى فلم دى.

دا هم ولولئ

غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې …