کورپاڼه / روغتيا / د ناشتې یا سباناري د نه کولو له دې زیانونو خبر یئ؟

د ناشتې یا سباناري د نه کولو له دې زیانونو خبر یئ؟

ممکن داسې کورونه هم وي چې نارینه یې پرته له سباناري یا ناشتې له کوره وځي، که چېرته یو څوک سباری نه کوي نو د کور میرمنې یې لږ تر لږه یوه پیاله شېدې ضرور ورکوي، ځکه دوی پوهېږي چې سباناری یا د سهار پرمهال خوراک د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي.

شاید تاسې به دا حدیث اورېدلي وي چې سهار یې پخپله وخوره، ماسپښین یې په ملګري وخوره او د شپې یې پر دښمن وخوره، خو که چېرته ددې فلسفې برعکس کار عمل وکړو نو داسې یې وګڼئ چې د خپلې روغتیا لپاره مو کار وکوت.

څېړونکي او روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته سباناری یا د سهار ناشته پرېږدو نو پر روغتیا ناوړه اغېزې پرېوځي، خو که چېرته ښه او مناسب خواړه وکاروو نو له ډېرو خطرناکو ناروغیو مو ژغورلی شي، نو هغه کسان چې سباناری نه کوي، پوه دې چې د لاندې ستونزو سره مخ کیدلی شي.

د وینې د شکر کمېدل:

د شپې پرمهال چې موږ وېده یو او خوراک نه شو کولی، په همدې سبب هغه څه چې مو خوړلي وي ټول هضمېږي او کله چې سهار پورته شو او یو څه وخورو نو د بدن ګلایکوجین برابرېږي، د انسولینو سطحه پیاوړې کېږي، خو که سباناری ونه کړو د ګلوکوزو سطحه کمېږي او ټول ورځ د لوږې، ستړیا او غوسې احساس راکوي.

د میتابولیزم سطحه کموي:

میتابولیزم یوه اصطلاح ده چې د حجرو د ژوندي ساتلو کې شاملو د ټولو کیمیاوي غبرګونونو د بیان لپاره استعمالېږي. له څېړنو موندل شوې که چېرته په ناشته کې ښه خواړه استعمال کړو نو بدن به مو د ډېرې کالورۍ د سوځولو وړ وګرځي، خو که چېرته تر ډېره وخته څه ونه خورئ نو بدن مو هڅه کوي چې کالوري راټوله کړي ترڅو د بدن انرژي وساتي، خو کله چې د میتابولیزم عملیه ورو شي، نو د ګلوکوزو استعمال پیل شي او پر بدن او عضلو اغېزې پرېوځي.

د خپګان پیدا کولو هورمون ډېروي:

د سباناري په کولو سره د کورټیسول په هورمون مثبتې اغېزې پرېوځي او کورټیسول د خپګان رامنځته کوونکی هورمون ګڼل کېږي او ایډرینل غدو څخه تیارېږي او د سهار په اوو بجو یې کچه ډېره وي، نو اړینه ده چې سباناری وکړو او دغه هورمون له ډېرېدو ځان وساتو.

د زړه د ناروغیو خطر:

که چېرته تاسې د سهار ناشته پرېږدئ نو په دې ډول کړنې سره مو وزن ډېرېږي او د وزن ډېرېدل د وینې لوړ فشار، شکر، چاغښت او د لوړ کلیسټرول د ډېرېدو په مانا دی. له یوې څېړنې معلومه شوې چې د ناشتې په پرېښودو د زړه د حملې خطر اوه ویشت سلنه ډېر وي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …