کورپاڼه / جالب / د یوې انجلۍ له خېټې شپاړس کیلو وزن درلودونکې رسولۍ ایستل شوې؛ ډاکتران ورته حیران دی

د یوې انجلۍ له خېټې شپاړس کیلو وزن درلودونکې رسولۍ ایستل شوې؛ ډاکتران ورته حیران دی

د هندوستان د مدیا پردیش ایالت په مرکز ډاکترانو د یوې ځوانې انجلۍ له خېټې د عملیاتو په ترڅ کې د شپاړس (۱۶) کیلو وزن په درلودلو رسولۍ ویستې ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د مدیا پردیش ایالت د پي بي جي ایم روغتون ډاکترانو د یوې شل کلنې انجلۍ د شپږو ساعتونو عملیاتو وروسته ترې د شپاړس کیلو وزن په درلودلو رسولۍ ویستې.

ډاکتران وایي که چېرته د رسولۍ په ایستلو کې لږ غوندې ځنډ هم راغلی و، نو انجلۍ به خپل ژوند له لاسه ورکړی و، دوی وایي چې ناروغه اوس ښه ده او ورو په ورو نوره ښه کېږي.

د روغتون کارکوونکي وایې چې دغه انجلۍ د راج ګړ اوسیدونکې ده او دوه ورځې دمخه په خېټه کې د درد او په تګ کې د مشکل په سبب روغتون ته راوړل شوې او دا یې هم ویلي ول چې د خوراک او څښاک کول هم ورته ستونزمن وي.

ډاکترانو وروسته له یو څو معایناتو معلومه کړه چې په خېټه کې رسولۍ ده او سمدستي یې د عملیاتو پرېکړه وکړه. ډاکتران وایي چې د انجلۍ کورنۍ د مالي ستونزو سره مخ وه، چې په شخصي روغتون پرې یو نیم لک هندي کلدارې مصرف راتلو، خو د انجلۍ عملیات وړیا ترسره شول.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …