کورپاڼه / خبرونه / شاپور ځدراڼ: زما لپاره نن د زړه د سکون ورځ وه چې د حافظانو په دستاربندي کې مې برخه واخيسته
شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ: زما لپاره نن د زړه د سکون ورځ وه چې د حافظانو په دستاربندي کې مې برخه واخيسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاپور ځدراڼ د حافظانو د فارغېدو په غونډه (دستار بندي) کې برخه اخيستې ده او دا يې د ځان لپاره د زړه د سکون ورځ بللې ده.

شاپور ځدراڼ چې له څه مودې راهيسې له ملي لوبډلې څخه ليرې دى، کله نا کله په ټولنيزو رسنيو کې پوسټونه کوي، چې تازه يې د دستاربندي عکسونه خپاره کړي دي، چې د يو شمېر تازه حافظان شويو هلکانو سره ليدل کېږي.

نوموړي له دې عکسونو سره په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي: ((دستاربندي! زما لپاره نن د خوشحالي او د زړه د سکون ورځ وه چې په يو داسې پرتمينه غونډه کې مې برخه واخيسته، چېرته چې د الله نورو وريده او ګلالي ماشومان د قرآن عظيم الشان حافظان شول.))

شاپور ځدراڼ چې په ٢٠٢٠ کال کې يې د ايرلېنډ پر وړاندې لوبه هم ترسره کړې وه، د کرکټ بورډ له عمومي رييس سره تر اختلافاتو وروسته د هغه قرارداد کرکټ بورډ لغوه کړى دى.

شاپور ځدراڼ غوښتل چې ميليون جام ليګ په خوست کې په ستره کچه ترسره کړي، خو کرکټ بورډ يې مخه ونيوله، چې نوموړي يې په اړه ډېر پوسټونه هم کړي و، خو ياد ليګ بيا هم ترسره نه شو.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …