کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یو چینایي شرکت اعلان کړی چې د ټیسلا بریښنایي موټرې به شاته کوي او ځای به یې نیسي

یو چینایي شرکت اعلان کړی چې د ټیسلا بریښنایي موټرې به شاته کوي او ځای به یې نیسي

د چین د مینو فیکچرنګ په نوم یو شرکت اعلان کړی چې د ایلون ماسک موټر (ټیسلا) به شاته کوي. دغه اعلان د چین موټر جوړونکې شرکت د (ګیلي) له لوري شوی دی.

باید ووایو چې د ګیلي شرکت د ملکیت لاندې نور لوی شرکتونه لکه لوټس او ولوو هم شته دی، دغه شرکت اعلان کړی چې په ملي سطحه یې امریکایي شرکت ټیسلا د شاته کولو لياره ټولې تیارۍ بشپړې شوي او ډېر ژر به په چین کې بریښنایي موټرې تیارې شي.

چینایي شرکت تمه ښودلې چې د ۲۰۲۱ کال په دریمه درې میاشتنۍ کې به په هیواد کې بریښنایي موټرې تیارې شي.

شرکت ویلي چې دغه بریښنایي موټر به یې (زیکر) نوم ولري. یاده دې وي چې جاپاني شرکت نیسان هم اعلان کړی و چې نوی بریښنایي موټرې (وویا) به یې په جولایي کې د چینایي پیرېدونکو لپاره وړاندي کړي.

د بي بي سي د راپور له مخې ویل کېږي چې چین غواړي چې تر ۲۰۲۵ کاله پورې په پلورل کېدونکو هرو پنځو موټرو کې یې یو بریښنایي وي.

ګیلي شرکت به لومړی د خپلې ستراتېژۍ له مخې چینایي مارکیټونو ته پام وکړي او له هغې وروسته د نړیوالو د غوښتنو په نظر کې د نېولو سره دغه موټرې نورو هیوادونو ته هم ولېږي.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا …