کورپاڼه / روغتيا / څېړنو: د شنو سبزیجاتو په خوړلو سره عضلې هم پیاوړتیا مومي

څېړنو: د شنو سبزیجاتو په خوړلو سره عضلې هم پیاوړتیا مومي

هغه سبزیجات چې شنې پاڼې لري بې شمېر ګټې یې په جوړښت کې نغښتي او اوسمهال له یوې څېړنې ثابته شوه، که غواړئ چې خپلې عضلې جوړې او پیاوړې کړئ، نو د شنو پاڼو لرونکي سابه وخورئ.

د یو راپور له مخې د اډیټ کووان پوهنتون ساینسپوهانو د خپلې څېړنېزې سروې معلومات خپاره کړي او ویلي یې دي چې د شنو پاڼو لرونکي سبزیجات د نایټریټ درلودونکي وي، چې بدن د شاتنۍ برخې عضلې پیاوړې کوي.

موږ ټول په دې پوهېږو که چېرته مو عضلې کمزورې شي نو په تللو کې راته ستونزه پیدا کوي او په لویدو سره مو د زخمي کېدو او د هډوکو د ماتېدو لامل هم کېږي.

د استرالیا په میلبورن کې یو انستیټیوټ په ۳۷۵۹ کسانو تر دولسو کلونو پورې څېړنې کړي او معلومه کړې یې ده، هغه کسان چې د بدن د نایټریټو کچه یې ډېره وي د نورو په پرتله یې دولس سلنه عضلې پیاوړې وي او د نورو کسانو پر نسبت څلور سلنه په تیزۍ سره تګ کوي.

په همدې ډول ویلی شو چې غذا د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره یو له اړینو توکو څخه ده او په همدې ډول پرته له ورزشه عضلې پیاوړې کولی شو، خو که چېرته د شنو سبزیجاتو سره ورزش هم وشي نو ګټې به یې لا ډېرې شي.

ساینسپوهان وایي هغه کسان چې د ډېر عمر لرونکي وي په خوړو کې دې ضرور د شنو پاڼو لرونکي سبزیجات شامل کړي. دغه راز د شنو پاڼو لرونکي سبزیجات د زړه لپاره هم ډېر زیات ګټور وي، ځکه چې د وینې کوچني او لوی رګونه برابر او آرامه ساتي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …