کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو غټ رسم یا نقاشي په دوه شپېته (۶۲) میلونه ډالر وپلورل شوه

د نړۍ ترټولو غټ رسم یا نقاشي په دوه شپېته (۶۲) میلونه ډالر وپلورل شوه

مشهور رسام یا رسم ایستونکی یا نقاش ساشا جیفري د کورونا د وایروس په سبب څو میاشتې په یواځیتوب تېرې کړې، خو دې یواځیتوب نوموړي زیان ونه رساوه بلکې ویاړ یې ور په برخه کړو.

ویل کېږي ساشا جیفري د کرنتین پرمهال د نړۍ ترټولو غټ رسم یا نقاشي تیاره کړې، چې د (انسانیت سفر) سفر نوم یې پرېښی او اوسمهال دغه شاهکاره رسامي په دوه شپېته میلونه ډالر پلورل شوې.

ویل کېږي چې دغه رسامي د باسکټبال د څلورو کورټونو په اندازه ده، چې ټوله اوه لس زره مربع فوټه ده او له لیلام کېدو څخه یې لاسته راغلې پیسې په هغه ماشومانو مصرفېږي چې د کورونا د وایروس په سبب اغېزمن شوي وي.

دغه رسامي په اویا برخو سره ویشل شوې وه، ساشا فکر کاوه چې هره برخه به یې بېله بېله وپلوري او دیرش میلونه ډالر به ورڅخه ترلاسه کړي، خو د دوبۍ یو سوداګر اندری ابدونی د رسامۍ ټولې برخې په دوه برابره قیمت سره واخیستلې.

په همدې ډول ساشا جیفري د هغه ژوندیو رسم کوونکو څخه وشمېرل شو چې رسامي په ډېر لوړ قیمت سره وپلورل شوه. دغه راز د ټاخم پیبل په نوم د یو ډیجیټل هنرمند د (این، ایف ټي) ویډیو روانه میاشت په نهه شپېته میلونه پلورل شوې، خو باید وویل شي چې هغه کار ډیجیټل او دا کار بیا غیر ډیجیټل و او دوه شپېته میلونه ډالر به یې یونیسیف، یونیسکو، دی ګلوبل ګفټ فاونډیشن او دوبۍ کیرز پروژو ته ورکړل شي.

بله لوري ته د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب د ادارې له لوري هم دغه رسامي تایید شوې او په ذکر شوي کتاب کې نوم ثبت شوی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …